Amanullah Nasiri
۳ سال قبل
جوماتونه د لوی څښتن تعالی کورونه دی، ځکه خو ورته په عربی ژبه کې بیت الله وایې، بیت یعنی کور هغه هم د الله تعالی. د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم جامع جومات د کابل په په ولایت کې موقعیت لری، ښکلی او لوی جامع جومات دی چې د شا او خوا سیمو څخه په سلهاو خلک هره ورځ د پنځه وخته لمونځونو د ادا کولو لپاره ورځې، کوم خوند چې مونځ په جامع جومات کې لری، په کور کې هغومره خوند او ثواب نه لرې، الله تعالی دی ټولو مسلمانانو ته په جومات کې په جمعې سره د مونځ کولو توفیق ورکړي.