Amanullah Nasiri
۳ سال قبل
جوماتونه د لوی څښتن تعالی کورونه دی، ځکه خو ورته په عربی ژبه کې بیت الله وایې، بیت یعنی کور هغه هم د الله تعالی. حضرت ابوبکر صدیق جامع جومات د کندهار په ښار کې موقعیت لری، ښکلی او لوی جامع جومات دی چې د کندهار ښار څخه په سلهاو خلک هره ورځ د پنځه وخته لمونځونو د ادا کولو لپاره ورځې، کوم خوند چې مونځ په جامع جومات کې لری، په کور کې هغومره خوند او ثواب نه لرې، الله تعالی دی ټولو مسلمانانو ته په جومات کې په جمعې سره د مونځ کولو توفیق ورکړي.